ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې تر اوسه نږدې ۳۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده

بغلان کې تر اوسه نږدې ۳۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده

author avatar
9 Jul 2023 - 17:50
بغلان کې تر اوسه نږدې ۳۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده
author avatar
9 Jul 2023 - 17:50

پلخمري (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان حکومتي مسوولین وايي، تر اوسه په دغه ولايت کې ۲۹۸ زره او ۳۰۱ جریب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت او د بېرته راګرځولو هڅې یې پيل شوې دي.

د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي د چنګاښ په ۱۷مه پژواک ته وویل چې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسيون د کار له پيله په دغه ولايت کې ٢٩٨٣٠١ جريب غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

هغه وايي، تر اوسه ١٢٦٠٠ جريب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې او د نورې خلاصولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

دى زياتوي: «دولتي ځمکې بيت‌المال دى او په دې کې د ټولو حق دى، هیڅوک نه شي کولاى يوازې د ځان لپاره یې استفاده کړي.»

دغه راز د بغلان د کرنې ریاست د اراضي امر مولوي دولت خان دروېش وايي، په بغلان کې سلګونه زره جریب ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره يې کمېسيون کار پيل کړى دى.

دى وايي، سږ کال له غصبه خلاصه شوې لس زره جريب ځمکه په اجاره ورکړل شوې چې ګټه به يې ملت ته رسېږي.

دغه راز د ډنډغوري يوه قومي مشر حاجي محمدنور پژواک ته وويل، د حکومت لپاره دا يو ښه ګام دى چې ځمکې له غصبه خلاصې کړي.

خو دى ټينګار کوي چې له غصبه خلاصه شوې ځمکې بايد د خلکو په ګټه وکارول شي.

د بغلان حکومتي مسوولينو معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د کرنيزو ځمکو ترڅنګ ځينې تاريخي سيمې هم غصب شوې چې د خلاصولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

Views: 168

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.