Pajhwok Afghan News

د پکتیکا په ډيله کې پر ۲۰۰ جریب ځمکه کرل شوې بنګې له منځه وړل شوې دي

ښرنه(پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): پکتیکا کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ډيله ولسوالۍ کې د بنګو ۲۰۰ جریب کښتونه اړول شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند محمدالله امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو له یوې اونۍ راهیسې په ډيله ولسوالۍ کې د بنګو اړولو کمپاین پيل کړی دی.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه په ډیله ولسوالۍ کې ۲۰۰ جریب ځمکه له بنګو پاکه شوې خو دغه کمپاین لا هم روان دی، دا چې ډیله ډېره پراخه ساحه ده، شاید دا شمېره نوره هم زیاته شي.»

بلخوا، کورنیو چارو وزارت هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې په پروان او پکتیکا کې یې پر څه باندې ۲۰۰ جریب ځمکه بنګې او کوکنار اړولي دي.

یاد وزارت هم ویلي چې دغه عملیات د پکتیکا په ډيله او د پروان په سیدخېل ولسوالیو کې شوي او لا هم دوام لري.

یاد وزارت دغه راز ویلي چې له نشه‎يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، اروزګان، خوست او پروان ولایتونو کې د نشه‌يي توکو او شرابو د پلور په تور اته کسان نیولي دي.

د یادونې ده، په هېواد کې د هر ډول نشه‎‌‌يي توکو پر کرکيله او پېر او پلور بندیز لګېدلی او له سرغړوونکو به قانوني چلند کېږي.

Views: 63

Exit mobile version