پلخمري (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان والي وايي، د دغه ولایت ولایتي روغتون د ناروغانو د شمېر په تناسب بسترخونې نه لري چې بايد دغه ستونزه یې هواره شي.
دغه څرګندونې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني نن د دغه ولايت له ولایتي روغتونه د لیدنې پر مهال وکړې.
والي وايي، د بغلان ولايتي روغتون دا مهال سل بسترونه لري، اړتیا درې سوه بسترونو ته لوړ شي.
هغه وويل، د ولايتي روغتون ودانۍ هم کوچنۍ ده، بايد څنګ ته يې يوه بله ودانۍ هم جوړه شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP