منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

والي: د بغلان ولایتي روغتون بسترونو د کمښت ستونزه دې هواره شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۳ کتنې

پلخمري (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان والي وايي، د دغه ولایت ولایتي روغتون د ناروغانو د شمېر په تناسب بسترخونې نه لري چې بايد دغه ستونزه یې هواره شي.

دغه څرګندونې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني نن د دغه ولايت له ولایتي روغتونه د لیدنې پر مهال وکړې.

والي وايي، د بغلان ولايتي روغتون دا مهال سل بسترونه لري، اړتیا درې سوه بسترونو ته لوړ شي.

هغه وويل، د ولايتي روغتون ودانۍ هم کوچنۍ ده، بايد څنګ ته يې يوه بله ودانۍ هم جوړه شي.

دغه راز د بغلان عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نیازمحمد اکاخېل هم په ولایتي روغتون کې د بستر کمښت ستونزه مني.

هغه وايي، په نورو برخو کې ډېر مشکلات نه لري، يوازې د ظرفيت په برخه کې ستونزې لري او دغه مسئله يې له وزارت سره څو ځلې شريکه کړې خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.

بل لور ته د بغلان د ډنډغوري سيمې اوسېدونکي لعل‌محمد پژواک ته وويل چې په ولايتي روغتون کې د خلکو ګڼه‌ګوڼه همېشه ډېره وي، بايد دغه ستونزه حل شي.

هغه وايي، د کابل - شمال لويه لار له همدغه ولايت تېره شوې ده؛ کله نا کله چې ترافيکي پېښې کېږي نو ناروغان يې دغه روغتون ته راوړل کېږي چې بيا ګڼه‌ګوڼه بېخي ډېره وي.

دا په داسې حال کې ده، شپږ کاله مخکې په بغلان کې د يوه دوه سوه بستريز روغتون جوړېدو چارې پيل شوې خو تر اوسه نه دى بشپړ شوى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا