کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): ا.ا له دې امله چې سویډن کې قرانکریم ته سپکاوی شوی، افغانستان کې د سویډن د هر ډول فعالیت درېدو امر کوي او له نورو مسلمانو هېوادونو هم غواړي چې له یاد هېواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.
د راپورونو له مخې، یوه سویډني د چنګاښ په ۷مه (د لوی اختر لومړۍ ورځ) د سویډن د پلازمېنې ستاکهولم جامع جومات مخې ته د قرانکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
ذبیحالله مجاهد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «وروسته له هغه چې په سویډن هېواد کې د الله جل جلاله د نجات بښونکي کتاب قرانکریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، څو چې د دغه شوم عمل له امله له مسلمانانو عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت درېدو امر کوي؛ د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي چې د یادې لارښوونې د تعمیل لپاره په عاجل ډول لاس په کارشي.»
د مجاهد د معلوماتو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت له نورو مسلمانو هېوادونو هم غواړي چې د سويډن د «ګستاخانه» عمل پر وړاندې له هغه هېواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان هم د چنګاښ په ۱۱مه ویلي وو چې قرانکریم ته د سپکاوي پېښو د تکرار مخنیوي لپاره اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه له شاوخوا ۳۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا او تعلیم په برخو کې فعالیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP