ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمشریزه غونډه نن په لیتوانیا کې پیلېږي؛ افغانستان په اجنډا کې نشته

د ناټو سرمشریزه غونډه نن په لیتوانیا کې پیلېږي؛ افغانستان په اجنډا کې نشته

author avatar
11 Jul 2023 - 08:17
د ناټو سرمشریزه غونډه نن په لیتوانیا کې پیلېږي؛ افغانستان په اجنډا کې نشته
author avatar
11 Jul 2023 - 08:17

اټلانټا (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د ناټو سازمان سرمشریزه نن په لیتوانیا هېواد کې پیلېږي چې بحث به یې تر ډېره د اوکراین پر جګړه وي خو افغانستان یې په اجنډا کې نشته.

د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو مطبوعاتي دفتر د چنګاښ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې سرمشریزه غونډه کې د ټولو ۳۰ غړو هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران او یا هم د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

بلخوا د ناټو په وېب‌پاڼه کې د دې ناستې په اړه یوه خپاره شوي مطلب کې راغلي چې دغه سازمان له سړې جګړې وروسته له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې پر دې بحث کېږي چې څه ډول د ناټو سازمان خپل یو میلیارد وګړي او خپله جغرافیې خوندي وساتي.

ناټو ویلي، په دې سرمشریزه کې به دغه سازمان ته پر متوجه ګواښونو، راتلونکو پلانونو، د سازمان پر تقویې، دفاع او دا چې اوکراین څه ډول دغه سازمان ته نږدې کړل شي، بحثونه کوي.

له دې سرمشریزې غونډې یوه ورځ مخکې د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ او د کوربه هېواد لیتوانیا ولسمشر ګیټاناس نوسیډا په یوه ګډه خبري غونډه کې د ناستې په اړه معلومات ورکړل.

د ناټو سرمنشي د لیتوانیا له حکومت او ولس څخه مننه وکړه چې د دې ناستې کوربه‌توب کوي.

سټولټنبرګ وویل چې په دې ناسته کې به د سازمان د دفاعي تقویې ترڅنګ پر اوکراین او ناټو ته پر نږدې کولو یې بحثونه کېږي.

هغه هیله څرګنده کړه چې مشران به په دې ناسته کې پر اوکراین ځینې پرېکړې هم وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په ګډون د ناټو غړو هېوادونو ولسمشران د لیتوانیا پلازمېنې ویلینوس ته رسېدلي دي.

له دې سرمشریزې مخکې د ناټو ۲۴ غړو هېوادونو په دغه سازمان کې د اوکراین

د یوځای کېدو د غوښتنې ملاتړ ښودلی دی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي هم د ناټو دا سرمشریزه برخلیک ټاکونکې بللې ده.

خو  د امریکا  ولسمشر بایډن پرون ویلي چې لا هم وخت شته چې اوکراین ته د ناټو غړیتوب ورکړل شي.

دا چې د ناټو سرمشریزه غونډې په اجنډا کې افغانستان نشته، به دې اړه  د سیاسي چارو کارپوه محمدشفیق همدرد وایي، کومه توجه چې شل کاله پخوا ناټو افغانستان ته کوله، اوس یې نه کوي؛ ځکه چې اوس یې دلته نه نظامي حضور شته او نه هم لېوالتیا لري.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په اوس وخت کې ناټو پر اوکراین او ځینو نورو برخو باندې متمرکزه ده او ډېر بحثونه هم پر هماغو کوي.

همدرد وایي، د افغانستان د اوسنیو واکمنانو د ناسمو تګلارو او پالیسو له امله نړۍ ورو، ورو افغانستان له پامه غورځوي او په اړه يې په نړۍوالو کنفرانسونو کې هيڅ ډول بحثونه نه کېږي.

Views: 90

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.