ښرنه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت د «پلتو» بند درېدلي کارونه بېرته پیل کړي.
د دغه بند جوړولو چارې د تېر نظام پر مهال پيل شوې وې خو له سیاسي بدلون وروسته بېرته ودرېدې.
بلخوا ځايي مسوولین وايي، د پلتو بند کارونه د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي چې په نږدې راتلونکي کې به بېرته پيل شي.
د ښرنې اړوند ملکانو کلي اوسېدونکي او سپينږیري حاجي عبدالخالق پژواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بند کارونه په ۱۳۹۹ کال پيل شول خو اوس بېرته درېدلي دي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د دغه بند جوړولو پروژه دې بشپړه کړي؛ ځکه په وینا يې، د یاد بند په جوړېدو سره به ډېرې شاړې ځمکې خړوبې شي.
د ښرنې اوسېدونکی او مدني فعال عبدالرووف ذهین وايي، د پلتو بند جوړېدل له ډېر پخوا د پکتيکاوالو غوښتنه ده خو لا هم پوره شوې نه ده.
هغه وايي، حکومت دې دې حیاتي پروژې بشپړولو ته لومړیتوب ورکړي او د خلکو هیلې دې پوره کړي.
وهاب ویران چې له پلتو بند سره نږدې د نوې ښرنې کلي اوسېدونکی دی وايي، پلتو بند د کابل له «شاه عروس» بنده د زیاتو اوبو په ذخیره کېدو او په کم لګښت سره جوړېږي نو په وینا يې حکومت دې د دغه بند جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه راز د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، مخکې د دغه بند کارونه په ناسم ډول پیل شوي وو چې دوی به یې اوس په منظم ډیزاین او پلان چارې پیل کړي.
د ګومل – پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې رییس قاري فتحمحمد ذاکر وویل: «د مخکنۍ ادارې له خوا دا کارونه نیمګړي شروع شوي وو، تر دې چې اسناد یې هیڅ موجود نه وو، اوس یې نوې سروې بشپړه شوې او د جوړولو کار به يې ژر پيل.»
هغه زیاته کړه، د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د پلتو بند په ګډون په ټول هېواد کې د ۴۲ بندونو کارونه ځنډول شوي وو څو قراردادونه يې کنټرول او وارزول شي.
نوموړی وایي، د دغه بند جوړولو لپاره یو میلیارد او ۳۴۶ میلیون افغانۍ بودجه ځانګړې شوې او قرارداد یې د ملي انکشاف شرکت ته ورکړل شوی او مخکي هم دا قرارداد له همدغه شرکت سره شوی و.
ذاکر زیاتوي: «د پلتو بند به د ۳۰ متره په جګوالي او ۲۶۴ مترو په اوږدوالي سره جوړ شي خو ډیزاین يې داسې شوی چې د بند جګوالی تر ۴۵ متره پورې لوړېدای شي.»
هغه وایي، د دغه بند کاسه پراخه ده، د دېوال ډیزاین یې داسې شوی چې له ۳۰ څخه ۴۵ مترو ته لوړېدای شي او هغه وخت به له ۲۵ میلیون متره مکعب څخه زیاتې اوبه ذخیره کولی شي.
د سیندیزې فرعي حوزې معلوماتو له مخې، یاد بند کاسه په طبیعي ډول جوړه ده خو که د ۲۶۰ مترو په اوږدوالي یې بند وتړل شي د ۲۵ میلیون متر مکعب اوبو په ذخیره کولو سره به د ۵۴۳۶ هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت ولري.
د یادونې ده، د پلتو بند د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه واکمنۍ پر مهال منظور شوی و خو لا هم نه دی بشپړ شوی.
Views: 149
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن