Language

متقي: تر اوسه نړۍوال له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه دي راوړاندې شوي

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، نړۍوال تر اوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه دي راوړاندې شوي، پر ا.ا یې فشارونه ډېر کړي چې دغه کار د باور جوړونې برخه کې پر زیان تمام شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، نن د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له شارژدافیر پال کلومان بکن سره ولیدل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقلي ویلي: «د تېرو شلو کلونو پر پرتله له دومره سترو لاسته‌راوړنو سره سره نړۍوال تر اوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه دي راوړاندې شوي او برعکس یې هڅه کړې چې پر اسلامي امارت فشارونه لا زیات کړي چې دا کار د اعتمادسازي لپاره پر زیان تمام شوی او د ولس پر ذهنیت یې بد اثر کړی.»

د بلخي په وینا، د ناروې شارژدافیر د افغانستان سرپرست حکومت د پرمختګونو، لکه د امنیت ټینګښت، پولي ثبات رامنځته کېدو، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې، د بشري وضعیت ښه‌والي او په خصوصي سکټور کې کار ته د ښځو د لاسرسي زیاتوالي په اړه خوښي څرګنده کړه.

login or register a new account.