پلعلم (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): لوګر يو شمېر کروندګر وایي، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې او کروندګر هر کال له دې لارې سلګونه زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.
د لوګر مرکز پلعلم کې یوه کروندګر خیرمحمد – چې پر خپلې نیم جریب ځمکه یې هوږه کرلې – پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې ده.
هغه وویل، د هوږې کرکېلې زیاتېدو لامل کم لګښت او د زیاتې ګټې ترلاسه کول دي.
دغه کروندګر د کرنې له وزارته غواړي چې د هوږې سلکي کرکېلې په اړه کروندګرو ته پوهاوی ورکړي او ترلاسه کېدونکو حاصلاتو ته یې مناسب بازار پیدا کړي.
دغه راز د محمداغې ولسوالۍ يوه کروندګر احمدالله پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د خپلې ځمکې په يوه برخه کې هوږه کري.
هغه وايي چې د هوږۍ کرکېلې کار اسانه دى او ګټه يې هم ډېره ده.
همدارنګه، لوګر کې د کرنې متخصص محمدرفیع ابراهیمي پژواک ته وویل، هوږه په مرکز پلعلم، څرخ، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې کرل کېږي چې کروندګر ترې ښه ګټه ترلاسه کوي.
هغه وایي، هوږه د ژمي په وروستیو او د پسرلي لومړیو ورځو کې کرل کېږي او په یوه هکتار ځمکه کې له درې سوه کیلوګرامه اصلاح شوي تخم څخه ګټه اخيستل کېږي.
د کرنې دغه متخصص زیاتوي چې د لوګر په ډېرو سیمو کې هوږه په کتاري ډول کرل کېږي چې د کتار واټن یې له ۲۵ څخه تر ۳۰ سانتي پورې او ژوروالی یې له درېیو څخه تر اووه سانتي مترو پورې ټاکل کېږي.
دی وایي، هوږه د درېیو میاشتو، یعنې ۹۰ ورځو په ترڅ کې حاصلات ورکوي او په دغه ولایت کې کروندګر د جوزا په پای کې د هوږې حاصلات راټولوي.
بلخوا، د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وایي، د تېرو کلونو په پرتله د هوږې کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د لوګر د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک ته وویل، دا مهال په لوګر کې پر شاوخوا ۶۰ هکتاره ځمکه هوږه کرل شوې او ښه پایله یې ورکړې ده.
نوموړی زیاتوي، د لوګر کرنې ریاست په پام کې لري چې په مسلکي ډول د هوږې کرلو لپاره کروندګرو ته روزنه او وسایل ورکړي، څو ډېره ګټه ترلاسه کړي.
لوګر يو له کرنیزو ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.