Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د هوږې کرلو ته د کروندګر لېوالتیا ډېره شوې ده

پل‌علم (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): لوګر يو شمېر کروندګر وایي، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې او کروندګر هر کال له دې لارې سلګونه زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.

د لوګر مرکز پل‌علم کې یوه کروندګر خیرمحمد – چې پر خپلې نیم جریب ځمکه یې هوږه کرلې – پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې ده.

هغه وویل، د هوږې کرکېلې زیاتېدو لامل کم لګښت او د زیاتې ګټې ترلاسه کول دي.

دغه کروندګر د کرنې له وزارته غواړي چې د هوږې  سلکي کرکېلې په اړه کروندګرو ته پوهاوی ورکړي او ترلاسه کېدونکو حاصلاتو ته یې مناسب بازار پیدا کړي.

دغه راز د محمداغې ولسوالۍ يوه کروندګر احمدالله پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د خپلې ځمکې په يوه برخه کې هوږه کري.

هغه وايي چې د هوږۍ کرکېلې کار اسانه دى او ګټه يې هم ډېره ده.

همدارنګه، لوګر کې د کرنې متخصص محمدرفیع ابراهیمي پژواک ته وویل، هوږه په مرکز پل‌علم، څرخ، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې کرل کېږي چې کروندګر ترې ښه ګټه ترلاسه کوي.

هغه وایي، هوږه د ژمي په وروستیو او د پسرلي لومړیو ورځو کې کرل کېږي او په یوه هکتار ځمکه کې له درې سوه کیلوګرامه اصلاح شوي تخم څخه ګټه اخيستل کېږي.

د کرنې دغه متخصص زیاتوي چې د لوګر په ډېرو سیمو کې هوږه په کتاري ډول کرل کېږي چې د کتار واټن یې له ۲۵ څخه تر ۳۰ سانتي پورې او ژوروالی یې له درېیو څخه تر اووه سانتي مترو پورې ټاکل کېږي.

دی وایي، هوږه د درېیو میاشتو، یعنې ۹۰ ورځو په ترڅ کې حاصلات ورکوي او په دغه ولایت کې کروندګر د جوزا په پای کې د هوږې حاصلات راټولوي.

بلخوا، د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وایي، د تېرو کلونو په پرتله د هوږې کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د لوګر د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک ته وویل، دا مهال په لوګر کې پر شاوخوا ۶۰ هکتاره ځمکه هوږه کرل شوې او ښه پایله یې ورکړې ده.

نوموړی زیاتوي، د لوګر کرنې ریاست په پام کې لري چې په مسلکي ډول د هوږې کرلو لپاره  کروندګرو ته روزنه او وسایل ورکړي، څو ډېره ګټه ترلاسه کړي.

لوګر يو له کرنیزو ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.