ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل رحمن مېنې «E» برخې سړک جوړولو چارې پیل شوې

د کابل رحمن مېنې «E» برخې سړک جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
12 Jul 2023 - 04:36
د کابل رحمن مېنې «E» برخې سړک جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
12 Jul 2023 - 04:36

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند رحمان مېنې سیمه کې د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د کابل ښاروالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رحمن مېنې «E» برخې سړک جوړولو کار د پیل مراسمو کې د ریاست‌الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او یو شمېر نورو مسوولینو او خلکو برخه اخیستې وه.

سیاسي مرستیال د کابل ښاروالۍ له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سړک جوړونې د نوو پروژو په پلې کېدو سره به د کابل ښار اقتصادي ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.

نوموړي څرګنده کړه، متوازنې پراختیا ته په کتو به د کابل ښار په کچه نوې پروژې هم پیل شي او هیله یې وکړه چې ټول ښاریان د سړک جوړونې پروژو په پلې کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجینیر عامر یاسر بيا د یاد سړک په اړه معلومات وړاندې کړل او ويي ويل، دغه سړک له کارته نو سړکه پیل تر ستانکزي بلاکونو پورې ۳۳۰۰ متره اوږودوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري چې د بایسکل لار، پلې لار، ګلدانونه او نورو برخو په درلودو به د نږدې ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د اتلس میاشتو په موده کې په معیاري ډول جوړ شي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کېږي چې په جوړېدو سره به یې د ښاریانو ډېرې پخوانۍ هیلې پوره شي.

[/restrict]

Views: 934

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.