پلخمري (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني چې دواړو خواوو ته د شپږو کسانو وژل کېدو لامل شوې وه، پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
د بغلان د نهرین ولسوالۍ د لکڼخېلو قوم یو قومي مشر شیخ سردارولي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د لکڼخېلو قوم دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کاله پخوا د ځمکې پر سر دښمني رامنځته شوې وه.
هغه وايي، په دې موده کې د يوې کورنۍ څلور او د بلې کورنۍ دوه کسان وژل شوي وو.
نوموړي وويل، د قومي مشرانو او حکومتي مسوولينو په هلو ځلو دغه دښمني پاى ته ورسېده او هغې کورنۍ ته چې څلور کسان يې وژل شوي وو، د دې بلې کورنۍ له خوا ٦،٤ ميليون افغانۍ ورکړل شوې او دغه اوږده دښمني نور ختمه شوه.
دغه راز د لکڼخېلو کلي يوه اوسېدونکي ولي جان پژواک ته وويل، د تره زامنو يې نظرګل او انارګل ۳۵ کاله له خپل ماما سره دښمنان وو.
هغه وايي، د تره زامنو يې خپل ماما وژلى و چې وروسته بيا مقابل لوري په جومات کې د هغوی څلور کسان ووژل او په دې سره يې ۳۵ کلونه له يو بل سره دښمني وکړه.
يادو قومي مشرانو له خلکو غوښتنه وکړه چې له دښمنيو لاس واخلي او په دوستۍ کې ژوند وکړي.
همدارنګه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان امنيه قوماندان ملا جانمحمد حمزه وويل، قومي مشران او ديني عالمان بايد له حکومت سره د دغه شان شخړو په هوارولو کې مرسته وکړي.
نوموړي وويل، د ورته يوې بلې دښمني پاى ته رسولو په موخه يې هم د همدغو قومي مشرانو په ملتيا هلې ځلې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په نورو ولايتونو کې هم د قومي مشرانو او حکومت په هلو ځلو د يو شمېر کورنيو او قومونو ترمنځ ورته دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن