کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د ښوونکو د روزنې ریاست تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي او کارکوونکي به یې د نورو ښوونیزو بنسټونو په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره وګومارل شي.
پژواک خبري اژانس د پوهنې وزارت د ۱۴۰۲ کال د ولایتونو او کابل ښار د پوهنې ریاستونو د اصلاح او منظور شوي تشکیلاتي جوړښت ټاکنو لارښود کاپي ترلاسه کړې او د ښوونکو روزنې ریاست دوو ښوونکو دغه لارښود تایید کړی دی.
په لارښود کې راغلي، د ښوونکو د روزنې تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي، د ښوونکو د روزنې د مرکزونو کارکوونکي (استادان او اداري او خدماتي کارکوونکي) د افغانستان په سطحه د ښوونیزو نهادونو (ښوونځیو، مدرسو، دارلحفاظونو او دارالعلومونو) په جوړښت کې په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره ټاکل کېږي.
سرچينې لیکلي، د ښوونکو د روزنې استادان د عمومي زدهکړو د ښوونکي او یا د اسلامي زدهکړو د ښوونیزو نهادونو د تشکیل په شته تشو بستونو کې د استاد په حیث، د ښوونکو د روزنې اداري کارکوونکي د عمومي او اسلامي زدهکړو د ښوونیزو نهادونو په تشو اداري بستونو کې، د ښوونکو د روزنې خدماتي کارکوونکي د عمومي او اسلامي زدهکړو د ښوونیزو نهادونو په تشو خدماتي بستونو کې ټاکل کېږي.
دغه راز د پوهنې وزارت په یاد لارښود کې راغلي، د ولایتونو او د کابل ښار د پوهنې ریاست ریاستونه مکلفیت لري چې د خپلې مرکزي هستې هغه کارکوونکي چې د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته اضافه بست کېږي، د عمومي او اسلامي زدهکړو د نهادونو (ښوونځیو، مدرسو، دارلحفاظونو او دارلعلومونو) د تشکیلاتي جوړښت په ورته بستونو کې د قدم په ساتلو سره وټاکي.
د ښوونکو د روزنې ریاست یوه ښوونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ریاست د تشکیل لغوه کېدو په اړه له څه مودې راهیسې اوازه وه، خو د چنګاښ په ۱۸مه په یوه انلاین ناسته کې د دغه ریاست ټولو ولایتي څانګو ته دغه پرېکړه ابلاغ شوه.
هغه وایي، په یاد ریاست کې د ښوونکو او نورو کارکوونکو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان کار کوي.
دی وایي، د دغه ریاست ډېر استادان تخصص او کلونه تجربه لري او تر اوسه یې د ښوونځیو ښوونکو ته روزنه ورکوله، خو له دې پرېکړې سره به هغوی د ښوونځیو د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي.
د ښوونکو د روزنې دوو نورو ښوونکو هم یاده موضوع تایید کړه.
پژواک دغه موضوع د اسلامي امارت له ویاندویانو سره هم شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP