پلخمري (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د سړک جوړولو د دوو افغاني شرکتونو له خوا په اساسي بڼه د شمالي او جنوبي سالنګ د ۸۰ کیلومتره ویجاړ شوي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر چې نن (چهارشنبه) شرکتونو ته د سالنګ لویې لارې جوړولو د کار سپارلو په موخه سالنګ ته راغلی و وویل، د سالنګ لویې لارې جوړول له قوش تیپې وروسته د بیارغولو بله ستره پروژه ده چې نن یې کار پیلوي.
دی زياتوي: «تر قوش تېپې پروژې هم د سالنګ لویې لارې جوړولو پروژه غوره بولم، ځکه سالنګ د هېواد جنوب له شمالي ولایتونو سره نښلوي، دغه لار د ټول هېواد لپاره مهمه اقتصادي لار ده، د حکومت د مشرانو همدا غوښتنه ده چې د دغې پروژې نظارت به کېږي، هیله ده قراردادي شرکتونه یې کار پر وخت ترسره کړي.»
نوموړي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وویل، د سالنګ لارې جوړولو کار يې پخوا پیلاوه، خو ځینو کسانو یې پر جوړولو امتیاز غوښت، بالاخره پرېکړه پر دې وشوه چې پر هېواد زړخوږي کسان پیدا کړي. اوس به همدا دوه شرکتونه د سالنګ لار د جوړېدو په اړه په صادقانه توګه شپه او ورځ کار کوي او څومره ژر چې کېدای شي، کار یې ترسره کړي.
د ټولګټو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد عیسی ثاني وویل، د سالنګ ۸۰ کیلومتره ویجاړ سړک جوړولو چارې د «زمیر ودان» او او «مبارز برکتي» په نوم دوو افغاني شرکتونو ته سپارل شوي چې په اساسي شکل جوړولو ژمنه یې کړې ده.
ده زياته کړه، دغه ۸۰ کیلومتره سړک جوړولو کې چې له جبلالسراج څخه پيليږي، د سالنګ تونل او ۲۱ ګالرۍ (برنډې) دي چې په یاده اندازه سړک به اول سیمنټ اچول کېږي، سیخان به په کې کارول کېږي او د سیمنټو له پاسه به قیر هم اچول کېږي.
د هغه په خبره، د دې سړک د جوړېدو یو څه بودیجه له حقالعبور څخه ترلاسه کېږي، حکومت او ملي سوداګر هم په کې ونډه اخلي او تر ټولو ښه خبره دا ده چې دواړه قراردادي شرکتونه په دې نیت کار پیلوي چې په دغه پروژه کې هیڅ ګټه نه غواړي.
د سالنګ لارې جوړولو قراردادي شرکت رئیس ضیاءالحق وزیري وویل، د سالنګ لویه لار د نړۍ له پروژو د اهمیت په قطار کې شپږم حيثیت لري، له همدې امله زموږ رقیبانو هیڅکله د دغې لارې د اساسي جوړولو لپاره رښتیني کار ته نه یو پرېیښي.
ده زياته کړه: «ژمنه کوم چې دغه پروژه به په اساسي شکل بریالۍ کوم او دا به بریالۍ کوو، د سالنګ لارې بیا جوړولو پروژه د یوه نړیوال شرکت له خوا ډیزاین شوې، دا به د ډیزاین مطابق جوړوو، نړۍ ته به ښیو چې وايي افغانان دغه لار نه شي جوړولای، ورته ښیو به چې موږ یې جوړولی شو، په معیاري ډول به یې جوړوو، دا به د افغانستان دښمنانو ته ښیو چې افغانان د بیا جوړولو ظرفیت لري.»
د سالنګ لویې لارې د بیا جوړولو کار پخوا هم څو وارې د تېر حکومت پر مهال هم پیل شوی، خو د نامعلومو دلایلو له امله یې کار ځنډېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP