کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۱ ټانکره بېکیفیته تېل یې د هرات له اسلامکلا بندره بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې نن په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي: «د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په اسلامکلا بندر کې ۱۱ ټانکره بېکیفیته تېل ایران هېواد ته وګرځول شول.»
سرچينه زياتوي، د بېکیفیته تېلو واردولو مخنیوي لپاره په جدیت سره عملي ګامونه پورته کوي.
دغه راز د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د چنګاښ په ۱۹مه هم له ترکمنستانه وارد شوي ۱۷ ټانکره بېکیفیته ګاز د هرات له تورغوندۍ بندره بېرته یاد هېواد ته ګرځولی دی.
د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو مخکې له دې ویلي وو چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې هېواد ته شاوخوا ۶۰ زره ټانکره نفتي توکي وارد شوي چې له ډلې یې ۱۰۰۰ ټانکره بېکیفیته توکي بېرته ګرځول شوي دي.
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن