Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

جلال اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي مسوولينو په منځګړیتوب د ۳۸ کلونو يوه دښمني پر دوستي بدله شوه.

د معلوماتو له مخې، د ځمکې پر سر رامنځته شوې یاده شخړه کې له دواړو خواوو شپږ کسان وژل شوي دي.

د اچين ولسوالۍ ولسوال قاري احسان‌الله مختار وويل، دواړو لورو اوږده دښمني وکړه، خو د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرون د يوې لويې غونډې پر مهال دواړه خواوو يو بل ته بښنه وکړه.

هغه وويل: «پرون چهارشنبه د اچين ولسوالۍ عبدالخېلو کلي کې د حاجي مسلم او شمال کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني چې له دواړو لورو شپږ کسان په کې وژل شوي، د قومي مشرانو او امارت د مسوولينو په هڅو دواړو لورو یو بل ته عفوه وکړه او دښمني یې په دوستي بدله شوه.»

د دواړو کورنيو په استازیتوب اياز مسلم له قومي مشرانو، ځوانانو او ځايي مسوولينو مننه وکړه چې په خپلو هلو ځلو يې د دوی دښمني ختمه کړه.

دی وايي: «دښمني سخته ده، موږ نه ژوند پاتې و، تعليمونه پاتې و، شپه ورځ مو يوازې دا فکر و چې موږ به کله حمله کوو، يا به يې هغوی کوي؛ نو زما پر ټولو افغانانو دا غږ دی چې دښمنۍ نه څه نه جوړېږي، هيله ده قومي مشران دا ډول روغو جوړو ته زمينه برابره کړي.»

د یادونې ده، په ننګرهار کې له دې مخکې هم دا ډول روغې جوړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.