ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په مرکز کې له سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو پر ایستلو بندیز ولګېد

د اروزګان په مرکز کې له سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو پر ایستلو بندیز ولګېد

author avatar
13 Jul 2023 - 14:17
د اروزګان په مرکز کې له سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو پر ایستلو بندیز ولګېد
author avatar
13 Jul 2023 - 14:17

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د پژواک له راپور وروسته د اروزګان مسوولینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو پر ایستلو بندیز لګولی دی.

پژواک خبري اژانس د چنګاښ په ۱۴مه یو راپور چې د اروزګان یو شمېر اوسېدونکو له حکومته غوښتي وو چې د ترینکوټ له سینده د واټرپمپونو په وسیله په غیرقانوني ډول د اوبو ایستلو مخه ونیسي.

د دغه ولایت مسوولین وايي، نن له ترینکوټ سینده د اوبو ایستل عملاْ بند شول.

د دغه ولایت د سیندیزي فرعي حوزې رییس ملا عبدالوکیل نقي وویل: «تازه د هغو واټرپمپونو د راټولولو لړۍ پیل شوې چې کلونه یې له ترینکوټ سینده په غیرقانوني توګه اوبه ایستلې.»

دی وایي، له سینده د واټرپمپونو راټولولو کمېټه کې د ولایت مقام، سیندیزې حوزې، کرنې او چاپېریال ساتني ریاستونو او امنیې قوماندانۍ استازي ګډون لري.

نقي وویل، موده مخکې یو شمېر خلکو په دې اړه له مرکز سره خپلې ستونزې شریکې کړې وې او مسوولینو ورته سپارښتنه وکړه چې عملي لاس پکار شي.

نوموړي د معلوماتو پر اساس وویل، دا مهال د ترینکوټ له مهراباد سیمې بیا تر چنارتو ولسوالۍ پورې له یاد سینده په غیري قانوني توګه د اوبو ایستلو لپاره ۸۵۵ واټرپمپونه اېښودل شوي او ۱۰۵۸ اېنچه اوبه په غیرقانوني ډول ایستل کېږي.

په اروزګان کې د سیندیزي فرعي حوزې مسوول وایي، دا لړۍ به تر هغه دوام ولري چې ټول واټرپمپونه لرې او اوبه مستحقو کسانو ته ورکړل شي.

د همدې کمېټې یو بل غړی او د ولایت مقام دفتر رییس مولوي هارون وایي، له سرغړوونکو سره به قانوني  چلند کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د مشرانو پرېکړه به عملي کېږي او حق به حقدار ته رسول کېږي.

په ورته وخت کې هغه خلک چې کلونه یې په غیرقانوني توګه اوبه ګرځول کېدې، له یاد اقدامه خوښ دي.

د عبیدالله په نوم د ترینکوټ اوسېدونکي پژواک ته وویل، هیله لري چې مسوولین د مخنیوي دا لړۍ دوامداره وساتي او له سرغړوونکو سره جدي چلند وکړي.

هغه زیاته کړه، د یو شمېر کسانو له خوا له سینده په غیرقانوني توګه د اوبو ایستلو چارې د هغوی ځمکې او باغونه د وچېدو له خطره  سره مخ کړي وو.

هغه له پژواک خبري اژانسه مننه وکړه چې د دوی غږ يې تر چارواکو ورساوه.

د یادونې ده، له نږدې شلو کلونو راهیسې د هېواد په ډېری سیمو کې د اوبو سطحه ټیټه شوې او خلک له وچکالۍ شکایت کوي.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.