ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکيم تڼي‌وال تفريحي پارک هټۍوال: د ګټې پر ځاى هره ورځ له تاوان سره مخ يو

د حکيم تڼي‌وال تفريحي پارک هټۍوال: د ګټې پر ځاى هره ورځ له تاوان سره مخ يو

author avatar
13 Jul 2023 - 11:34
د حکيم تڼي‌وال تفريحي پارک هټۍوال: د ګټې پر ځاى هره ورځ له تاوان سره مخ يو
author avatar
13 Jul 2023 - 11:34

خوست ښار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): په خوست کې د حکيم تڼي‌وال تفريحي پارک هټۍوال او کاروباريان وايي، په لوړه بيه د دغه پارک د قرارداد ورکول کېدو له امله د ورځې زرګونه افغانۍ تاوان کوي.

د معلوماتو له مخې، د حکيم تڼي‌وال پارک د خوست ښاروالۍ له خوا يوه قراردادي ته د مياشتې په ٢،٥ ميليونه افغانۍ په قرارداد ورکړل شوی، په داسې کې چې همدا پارک د جمهوريت پر مهال يوه بل کس ته د مياشتې په ۵۶ زره افغانۍ په قرارداد ورکړل شوی و.

د دغه پارک هټۍوال وايي، د پارک قراردادي د هرې هټۍ له مالکه يوازې د تېر لوی اختر په درېيو ورځو کې ۲۱ زره افغانۍ کرايه اخيستې ده.

يوه هټۍوال محمدخالد پژواک ته وويل، له هغه وخته چې دغه پارک د بيا ځل لپاره په لوړه بيه په قرارداد ورکړل شوی، دوی په تاوان کې دي او ګټه يې نه ده کړې.

دی وايي: «قراردادي د دې لپاره چې خپلې پيسې پوره کړي، په دوکاندارانو باندې يې بوج واچاوه؛ د ټيکټ بيه يې هم لوړه کړه، خلک هغه ډول چې لازمه وه، په اختر کې رانه غلل او اوس هم کم شوي دي.

هغوی دغه راز له حکومته غوښتنه کوي چې قراردادي ته يادې پيسې کمې کړي، څو د دوی کاروبار ورسره ښه شي.»

د دغه پارک يوه بل هټۍوال حضرت‌الله هم پژواک ته وويل، کومه کرايه چې اوس د قراردادي له خوا ورته ټاکل شوې، په اوسني حالت کې يې دوی نه شي پوره کولی.

نوموړي د خوست له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې پر ياد قرارداد له سره غور وکړيک؛ ځکه دوی ته يې د ګټې پر ځای تاوان رسېږي.

هغه زياتوي: «دا اختر کې ټيکه‌دار ۲۱ زره افغانۍ راڅخه واخيستې؛ ځکه چې قراردادي ته ټيکه جګه ورکړل شوې، ۲۵ لکه افغانۍ، اوس له موږ نه پيسې ډېرې اخلي.»

د دې ترڅنګ دغه تفريحي پارک ته ورتلونکي خلک هم شکايت کوي چې د مخکې په پرتله د ټکټ بيې ترڅنګ په پارک کې ټول خوراکي او غيرخوراکي توکي د بازار له بيو په لوړه بيه پلور کيږي.

د خوست يوه اوسېدونکي ډاکټر شفيع يونس پژواک ته وويل چې ښاروالي دې دې ستونزې ته د حل يوه ممکنه لار ولټوي، څو ياد پارک له سقوطه وژغورل شي.

هغه وايي: «مخکې چې موږ راتلو، ټکټ شل افغانۍ و، اوس دېرش افغانی دی او بل د پارک په هټيو کې يو څه اخلې، قيمتونه يې دوه چنده لوړ دي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې په نوي قرارداد باندې له سره غور وکړي.»

ورته مهال، د حکيم تڼيوال په نوم د دغه تفريحي پارک قراردادي اسماعیل سالار هم پژواک اژانس ته مني چې په پارک کې د هټيو کرايې يو څه لوړې دي، خو زياتوي دا هر څه له مجبوريته کوي؛ ځکه د پارک قرارداد يې په لوړه بيه کړی دی.

هغه زياته کړه: «قرارداد موږ په لوړ قيمت نيولی، د مياشتې ۲۵ لکه افغانۍ او اوسنيو شرايطو ته په کتو دا پيسې نه پوره کوي، تقريباً شاوخوا اتيا زره افغانۍ زه د ورځې له تاوان سره مخ يم، دا چې په پارک کې دوکانونه دي، زانګوګانې او نور شيان دي، د هغوی رېټ مو يو څه جګ کړی دی.»

بلخوا د خوست ښاروالۍ مسوولین بيا وايي، ياد پارک د ازادې داوطلبۍ پر اساس په قرارداد ورکړل شوی دی.

د خوست ښاروالۍ د تدارکاتو عمومي مدير محمدطارق پژواک اژانس ته وويل چې په ياده داوطلبۍ کې تر ۴۸ پورې کسانو ګډون کړی چې د اسماعېل سالار په نوم يوه کس قرارداد ترلاسه کړ.

هغه وويل، ياد پارک د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی او نوموړی کس به د قرارداد له مخې د مياشتې ٢،٥ ميليونه افغانۍ د دولت بودجې ته سپاري.

Views: 634

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.