کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند او خاکرېز ولسوالیو کې پرون د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون په کاکرېز او میوند ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا دوه زره ۴۶۵ کیلوګرامه اومان سوځول شوي دي.
هغه په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي خو وايي، د یادو فابریکو په تړاو يې لس کسان نیولي او له څېړنیو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
هغه وايي، په یادو فابریکو کې ۱۲ بېرله داسې مواد هم نیول شوي چې د نشهيي توکو په تولید کې کارول کېږي.
د یادونې ده، په هېواد کې د نشهيي توکو پر تولید، کرکیله او انتقال بندیز لګېدلی دی.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن