ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهباز شریف د پاکستان اداره یوه سرپرست حکومت ته سپاري

شهباز شریف د پاکستان اداره یوه سرپرست حکومت ته سپاري

author avatar
14 Jul 2023 - 15:40
شهباز شریف د پاکستان اداره یوه سرپرست حکومت ته سپاري
author avatar
14 Jul 2023 - 15:40

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې د دغه هېواد د عمومي ټاکنو له ترسراوي مخکې به په را تلونکې میلادي میاشت کې د هېواد اداره یوه سرپرست حکومت ته وسپاري.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون (پنجشنبه) په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې په دې هېواد کې به عمومي ټاکنې په راتلونکو درېیو یا څلورو میاشو کې ترسره شي.

ده زیاته کړې چې د اګست په څوارلسمه یې د حکومت موده پای ته رسیږي او په دې میاشت کې به واک یوه موقت حکومت ته وسپاري.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د خپل یو نیم کلن حکومت په موده کې یې د پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مبارزه کړې او د خپل هېواد د بهرنیو اړیکو پالیسۍ ته یې وده ورکړې ده.

شهباز شریف د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف کشر ورو دی چې د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې د پاکستان د پارلمان له لوري د دغه هېواد درویشتم لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

له ده مخکې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان لومړی وزیر و چې د دغه هېواد پارلمان ورته د نه باور رایه ورکړه او له دندې یې لرې کړ.

Views: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.