جلالاباد (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تورخم ښارګوټي کې د استخباراتو مديريت موظفینو پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په خبرپاڼه کې د تورخم د استخباراتو مدیر محمداقبال تکل له قوله راغلي چې یاد تاریخي اثار په یوه باروړونکې لارۍ موټر کې پاکستان ته د لېږد په موخه ځای په ځای شوي وو.
په خبرپاڼه کې د دغو تاريخي اثارو د څرنګوالي او شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، یاد اثار د ساتنې په موخه د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوي دي.
تر دې مخکې هم د تورخم له لارې پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيول شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP