Language

غور کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه پُله جوړولو کار پیل شو

فیروزکوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): غور کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په قطس کلي کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې چې لګښت یې د دغه کلي د اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي، پیل شوې.

یاد پل چې ۱۴ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، د فېروزکوه ښار په قطس کلي کې جوړیږي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون څو کلي سره نښلوي.

د فېروزکوه ښار د قطس کلي پرمختیايي شورا رییس غلام یحیی یعقوبي د دغه پُله د کار د پیل مراسمو کې وویل چې دغه پُل د دغه کلي د خلکو له خوا د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، دغه پُل په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ برخه کې د سیمې خلکو ستونزه هواره شي.

login or register a new account.