ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه پُله جوړولو کار پیل شو

غور کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه پُله جوړولو کار پیل شو

author avatar
15 Jul 2023 - 16:38
غور کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه پُله جوړولو کار پیل شو
author avatar
15 Jul 2023 - 16:38

فیروزکوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): غور کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په قطس کلي کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې چې لګښت یې د دغه کلي د اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي، پیل شوې.

یاد پل چې ۱۴ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، د فېروزکوه ښار په قطس کلي کې جوړیږي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون څو کلي سره نښلوي.

د فېروزکوه ښار د قطس کلي پرمختیايي شورا رییس غلام یحیی یعقوبي د دغه پُله د کار د پیل مراسمو کې وویل چې دغه پُل د دغه کلي د خلکو له خوا د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، دغه پُل په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ برخه کې د سیمې خلکو ستونزه هواره شي.

د قطس کلي یوه اوسېدونکي محمدخان حکیمي وویل چې له دې مخکې خلکو په اوږده لار تګ راتګ کاوه خو اوس د پله په جوړېدو د هغوی دا ستونزه حل شي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغه پُل جوړولو لګښت د خلکو له خوا ورکول کېږي او شاوخوا درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې په جوړېدو به یې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي؛ ځکه چې مخکنی سړک خام و، ډېرې ستونزې یې لرلې، که دغه پل جوړ شي، خلک به له پاخه سړک سره وصل شي او ستونزې به یې کمې شي.»

له بلې خوا د یادې پروژې انجنیرۍ برخې مسوول محمدحنیف وایي، دغه پُل ۱۴ متره اوږدوالی او څلور متره سور لري او کانګرېټي جوړېږي.

د غور والي ملا احمدشاه دین‌دوست دېته په اشاره چې دغه پُل د سیمې خلکو په مالي مرسته جوړیږي، وویل: «له دغه اقدامه مو مننه کوم چې پر خپل لګښت دغه پُل جوړوئ، د خلکو ستونزې هواروئ، دا یوه عامه لار ده او هر مسلمان ترې کولی شي استفاده وکړي او دا په خپله یوه جاريه صدقه ده او ستاسو په حق کې به د خیر دعا کوي.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.