ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنتون يو محصل د سيند اوبو کې مړ شوی

د ننګرهار پوهنتون يو محصل د سيند اوبو کې مړ شوی

author avatar
15 Jul 2023 - 11:44
د ننګرهار پوهنتون يو محصل د سيند اوبو کې مړ شوی
author avatar
15 Jul 2023 - 11:44

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ننګرهار پوهنتون يو محصل د سيند اوبو وړی او مړ شوی دی.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، یاده پېښه پرون (جمعه) شاوخوا درې بجې د اوومې امنیتي حوزې اړوند د درونټې سیمه کې هغه مهال شوې چې ياد محصل په سيند‌ کې لامبو کوله.

هغه زياته کړه، د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو محصل محمد روحاني له ټولګیوالو سره په چکر تللی و، هلته د ګرمۍ له امله په سيند کې لامبېدل چې اوبو وړى او مړ شوى دى.

نوموړی وايي، له پېښې سره هم مهاله د اوومې امنیتي حوزې مسوولين ساحې ته رسېدلي، یاد جسد يې لومړی د فاطمة‌الزهرا ولایتي روغتون او بيا د‌ جلال‌اباد حوزوي روغتون ته لېږدولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.