Language

کابل کې د تېرې اونۍ په نسبت د سرو زرو او پټرولو بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو پمپ یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۴ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، په نړۍواله کچه د پټرولو بیې لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغو بیه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، نن هم د تېرو اووه ورځو په څېر د یو لېټر ډېزلو بیه ۶۳ افغانۍ ده.

login or register a new account.