کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د «احمدیار ګروپ» تېلو پمپ یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۴ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، په نړۍواله کچه د پټرولو بیې لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغو بیه لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، نن هم د تېرو اووه ورځو په څېر د یو لېټر ډېزلو بیه ۶۳ افغانۍ ده.
دغهراز د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن هم لکه تېرو اوو ورځو یو کیلوګرام ګاز په ۵۶ افغانۍ دی.
د سرو زرو بیو لوړېدل
د کابل ښار پر تیمورشاهي سړک د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۴۰۰ څخه ۴۴۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۴۵۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶،۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۵ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۱۷مه یو امریکايي ډالر په ۸۶ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۰ افغانۍ تبادله کېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









