Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د څښاک اوبو رسونې ۱۸ شبکو جوړولو او ترمیم چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو په مرکز میدان‌‌ښار او څلورو ولسواليو کې د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت د ١٨ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

د ميدان‌وردګو د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه ولايت په مرکز، نرخ، چک، جلرېز او جغتو ولسواليو کې د اوبو رسونې اتو شبکو جوړولو او د لسو نورو د ترميم چارې پيل شوې.

سرچینه وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې درې زره ۱۱۱ کورنۍ، دوه ښوونځي، یو روغتيايي مرکز او ۳۰ جوماتونو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغو پروژو کې د سيمې لسګونو کسانو د کار زمينه برابره شوې او چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې بشړې شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.