میدانښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د میدانوردګو په مرکز میدانښار او څلورو ولسواليو کې د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت د ١٨ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د ميدانوردګو د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه ولايت په مرکز، نرخ، چک، جلرېز او جغتو ولسواليو کې د اوبو رسونې اتو شبکو جوړولو او د لسو نورو د ترميم چارې پيل شوې.
سرچینه وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې درې زره ۱۱۱ کورنۍ، دوه ښوونځي، یو روغتيايي مرکز او ۳۰ جوماتونو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغو پروژو کې د سيمې لسګونو کسانو د کار زمينه برابره شوې او چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې بشړې شي.
دغه راز د مرکز میدانښار یوه اوسېدونکي حمیدالله پژواک ته وویل چې پخوا یې په سیمه کې د څښاک اوبه نه لرلې او له ستونزو سره مخ وو.
هغه زیاته کړه: «ډېر خوشحاله یو چې په سیمه کې مو د پاکو اوبو شبکه جوړیږي؛ ځکه دلته پاکې اوبه په سخته پیدا کېږي.»
د یادونې ده، د يادو پروژو مالي لګښت د يونیسف ادارې له لوري ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










