Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اورګون کې د درېیو ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیل شوې

ښرنه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د درېيو ولایتونو د پنځوسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش امریت له خوا پژواک خبری اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اورګون فوټبال کمېټې له خوا د یووالي په نوم دا سیالۍ به یوه نیمه میاشت دوام وکړي.

د اورګون فوټبال کمېټې مشر ناصر ملنګیار پژواک ته وویل، دا سیالۍ د بالشو لېسې په لوبغالي کې ترسره کېږي چې په یوه نیمه میاشت کې به د درېیو ولایتونو ۵۰ لوبډلې یو بل سره لوبه وکړي.

هغه زياتوي: «د دې ټورنمنټونو په جوړولو کې د اورګون فوټبال کمېټه او د اورګون ځوانان او سوداګر مرسته کوي چې د ځوانانو ساتېري لپاره یو ښه فرصت جوړېږي.»

د هغه په وینا، د لوبو له برکته ډېر ځوانان له نشو او نور ناسمو لارو څخه راګرځېدلي او دې سیالۍ سره ډېرو خلکو ته د کاروبار زمینه هم برابره شوې ده.

هغه وايي، د یادې کمېټې له خوا په تېرو لسو کلونو کې دې ته ورته سیالۍ ترسره شوې دي.

په دې سیالۍ کې لوبېدونکي لوبغاړي وایې، په اورګون کې د فوټبال مینه‌وال ډېر دي، هر وخت د خلکو لخوا داسې سیالۍ ترسره کېږي، خو هیله لري چې د فوټبال فدراسیون هم دې برخې ته پاملرنه وکړي.

اسلام الدین او بختیار دوو لوبغاړو پژواک اژانس ته وویل: «له مسوولینو مو غوښتنه ده چې دې لوبغاړو ته دې د هېواد په کچه سیالۍ جوړې شي، څو د دغو ځوانانو له ډلې وړ لوبغاړي ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.»

د یادونې ده، د اورګون فوټبال کمېټې لخوا د تېر کوچني اختر په مناسبت هم ورته سیالۍ جوړې شوې وې چې له پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو څخه بېلابېلو لوبډلو پکې برخه اخیستې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.