Language

د کابل والي: د محرم په ورځو کې به امنیت په بشپړ ډول تامین شي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل والي د اهل تشیع له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، امنیتي ځواکونو د محرم په ورځو کې امنیتي تدابیر نیولي او شیعه هېوادوال کولی شي خپل مذهبي مراسم په خوندي فضا کې ترسره کړي.

د یادونې ده چې د محرم میاشت د ۱۴۰۲ کال چنګاښ میاشتې په ۲۸مه پیلیږي.

د کابل ولایت مقام مطبوعاتو دفتر نن (د چنګاښ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل والي شیخ محمدقاسم خالد د محرم په ورځو کې د امنیتي تدابیرو او د شیعه هېوادوالو د بشپړ امنیت ټینګښت په اړه د ډاډ ورکولو په موخه په کابل کې له یو شمېر شیعه‌ دیني عالمانو او قومي مشرانو سره لیدلي دي.

د کابل والي په یاده لیدنه کې ویلي: «د کابل ولایت مقام د محرم په ورځو کې د امنیتي کمېټې مسوولیت پر غاړه لري، اهل تشیع هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د نورو ورځو په څېر به د محرم په ورځو کې هم بشپړ امنیت تامین وي.»

login or register a new account.

Related Topics