منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل والي: د محرم په ورځو کې به امنیت په بشپړ ډول تامین شي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل والي د اهل تشیع له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، امنیتي ځواکونو د محرم په ورځو کې امنیتي تدابیر نیولي او شیعه هېوادوال کولی شي خپل مذهبي مراسم په خوندي فضا کې ترسره کړي.

د یادونې ده چې د محرم میاشت د ۱۴۰۲ کال چنګاښ میاشتې په ۲۸مه پیلیږي.

د کابل ولایت مقام مطبوعاتو دفتر نن (د چنګاښ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل والي شیخ محمدقاسم خالد د محرم په ورځو کې د امنیتي تدابیرو او د شیعه هېوادوالو د بشپړ امنیت ټینګښت په اړه د ډاډ ورکولو په موخه په کابل کې له یو شمېر شیعه‌ دیني عالمانو او قومي مشرانو سره لیدلي دي.

د کابل والي په یاده لیدنه کې ویلي: «د کابل ولایت مقام د محرم په ورځو کې د امنیتي کمېټې مسوولیت پر غاړه لري، اهل تشیع هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د نورو ورځو په څېر به د محرم په ورځو کې هم بشپړ امنیت تامین وي.»

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو د محرم ورځو لپاره امنیتي تدابیر نیولي او اهل تشیع هېوادوال کولی شي خپل مذهبي مراسم په خوندي چاپېریال کې ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه