ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

author avatar
15 Jul 2023 - 17:55
تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو
author avatar
15 Jul 2023 - 17:55

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): تېره اونۍ اسلام‌اباد د «اندېښنو» هواري په موخه له کابل سره د تعامل پر دوام او ازبکستان بیا د مثبتو اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او د امریکا د استازو جرګې یوه غړي د ا.ا له خوا پر نورو لورو د امریکایي وسلو د پلور ادعا وکړه، خو مجاهد رد کړه.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • پاکستان: د شته اندېښنو هواري په موخه د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکوو.
  • ازبکستان: له افغانستان سره د دوه اړخیزو مثبتو اړیکو جوړول غواړو.
  • د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي ادعا: ا.ا د امریکا پاتې وسلې او تجهیزات پر نورو جهتونو پلورلي دي.
  • مجاهد: افغانستان کې له امریکايي ځواکونو د پاتې وسلو او تجهیزاتو پلور حقیقت نه ‌لري.
  • له افغانستان سره، اروپایي ټولنې سل ټنه طبي توکي او هالنډ ۵.۷ میلیون یورو مرسته وکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

راپورونه ښيي، په کاپيسا او ننګرهار کې د ناچاودو توکو چاودنو له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، په جوزجان کې د يوې ۱۳ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی او په بغلان کې یوه قومي مشر خپل زوی په ډزو وژلی دی.

د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل ښار کې یو «مشهور غل» د متقابلو ډزو پر مهال وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي وو او لس نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له سرپرست حکومت سره د تعامل دوام او د مثبتو اړيکو غوښتنه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته د رسېدنې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د دغو اندېښنو لرې کولو او همکارۍ په موخه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې تېره ورځ (جمعه) په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د شتون او په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا خبره کړې چې افغان چارواکو په وار- وار دا ډول ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ شاترتون ډیکسن سره په لیدنه کې له اسلامي امارت سره د تعامل پر اهمیت، بشري مرستو او نورو بېلابېلو موضوعاتو غږېدلی دی.

ډیکسن ویلي چې دوحه له افغانستان سره د تعامل یو مهم مرکز دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له شارژدافیر پال کلومان بکن سره په ليدنه کې ویلي، نړۍوال تر اوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه دي راوړاندې شوي، برعکس؛ پر اسلامي امارت یې فشارونه ډېر کړي چې دغه کار د باورجوړونې په برخه کې پر زیان تمام شوی دی.

د افغانستان لپاره د ازبکستان هېواد ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف د بلخ له والي محمدیوسف وفا سره په ليدنه کې ویلي چې د هېواد اصلي موخه يې له افغانستان سره د دوه اړخیزو مثبتو اړیکو جوړول دي.

مجاهد: په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو د پاتې وسلو او تجهیزاتو پلور حقیقت نه‌لري

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک‌کال ادعا کړې چې اسلامي امارت د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د ایران او فلسطین په واک کې ورکړي او له هغو د اسراییلو پر ضد کار اخیستل کېږي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا چې ګواکې اسلامي امارت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې دي، پر نورو جهتونو پلورلي، حقیقت نه لري او موږ یې په کلکه ردوو.»

هغه زیاته کړې: «واقعیت دا دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د اسلامي امارت له بشپړ حاکمېدو وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې محفوظ شوي او هیچا ته اجازه نشته چې ان یو میل وسله هم قاچاق کړي او یا یې وپلوري.»

د نجونو زدهکړې

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي،‌ داسې هیڅ اټکل یې نه کاوه چې د افغانستان نجونې به له زده‌کړو ګرځول کېږي او په دې برخه کې به ټول هغه پرمختګونه له منځه ځي‌ چې په تېرو کلونو کې ترلاسه شوي وو.

هغې ویلي: «لس کاله مخکې میلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته تلې؛ په هرو درېیو پېغلو کې دوه یې پوهنتونونو کې وې‌ او اوس! افغانستان د نړۍ پر مخ یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې له زده‌کړو منع کړل شوې دي.»

دغه راز، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان راتلونکي لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسېدو لپاره زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري.

اسلامي امارت د نجونو منځنیو ښوونځیو او لېسو فعالیت ځنډولی، خو ویلي یې دي چې دا پرېکړه دایمي نه ده او د حل لار لټولو په هڅه کې دي.

د مرستو دوام

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د سل ټنه طبي توکو او درملو مرسته وکړه او هالنډ بيا د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې له بې‌وزلو کورنيو سره د مرستې لپاره د مالدارۍ په برخه کې څه باندې ۵.۷ میلیون یورو مرسته وکړه.

Views: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.