Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۱ زره ټنه توکي وارد او صادر شوي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۱ زره متریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

یادې ادارې نن په یوه ټويټ کې ویلي، په تېره یوه اونۍ کې (د چنګاښ میاشتې له ۱۶ تر ۲۲) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰ زره او ۱۸ متریک ټنه توکې هېواد ته وارد شوي دي.

دغه ټويټ کې راغلي، هېواد ته د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۱۳۴ ټنه، د اقینې بندر له لارې۱۰۹۷۶  ټنه  او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۰۸ ټنه توکې وارد شوي دي.

د سرچینې په خبره، ۱۳۹۸ متریک ټنه توکې له یادو لارو بهرنیو هېوادونو ته بهر صادر شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.