Language

ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

مسوولين وايي، ټکر د موټرسايکل او رېکشې ترمنځ شوی دی.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۲۴مه‌ پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازديګر د جلال‌اباد ښار اوومې ناحيې اړوند د سرخاب پله سيمه کې د يوه موټرسايکل او رېکشې ترمنځ ټکر شوى دى.

هغه وايي چې په پېښه کې موټرسايکل‌چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی او په رېکشه کې سپاره څلور کسان ټپيان شوي دي.

login or register a new account.