Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لس ټانکره بې‌کیفیته ګاز له تورغوندۍ بندره بېرته ترکمنستان ته ګرځول شوی
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ترکمنستانه وارد شوی لس ټانکره بې‌کیفیته ګاز یې د هرات له تورغوندۍ بندره بېرته یاد هېواد ته ګرځولی دی.

د سټنډرډ ملي ادارې پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې دغه ګاز پرون د یاد بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېده.

سرچينه زياتوي، د بې‌کیفیته ګاز وارداتو مخنیوي لپاره په جدیت سره عملي ګامونه پورته کوي.

د یادونې ده، یادې ادارې د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۹مه هم ۱۷ ټانکره بې‌کیفیته ګاز ترکمنستان ته ګرځولی و.

دغه راز یادې ادارې څو ځلې بې‌کیفیته تېل هم له بندرونو بېرته اړوندو هېوادونو ته ګرځولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.