ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
16 Jul 2023 - 15:07
د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
16 Jul 2023 - 15:07

اسعداباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هیڅ ډول روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د یادې سیمې یوه قومي مشر حاجي عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په سیمه کې له ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي خو هیڅ ډول روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو؛ خپل ناروغان په ډېر کړاو د ولسوالۍ کلینیک او ولایتي روغتون ته وړو.»

هغه زیاتوي، څپري سیمه د ولسوالۍ له روغتیايي مرکزه شاوخوا ۱۸ کیلومتره لرې ده او په وینا يې، ځایي اوسېدونکي د لارې اوږدوالي او خرابوالي له امله نه شي کولای خپل ناروغان پر وخت نورو سیمو ته د درملنې لپاره ولېږدوي .

نوموړی له حکومته غواړي چې په سیمه کې دې ورته معیاري روغتیایي مرکز جوړ کړي.

د یادې سیمې یو بل قومي مشرغلام سید هم وايي، ډېری وخت ناروغان د ولسوالۍ روغتون ته پر لاره ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل: «زموږ ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ دی؛ د ولادي برخې ناروغان روغتیایي مرکز ته د نه لاسرسي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.»

هغه وايي، ډېر وخت مېرمنې د زېږون پر مهال روغتون ته نه شي رسېدلی او په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی له حکومته غواړي چې دوی ته په خپله سیمه کې روغتون جوړ کړي.

دیني عالم او د یادې سیمې اوسېدونکی مولوي محمدانور وايي، کلیوال یې اړ دي چې د یوې عادي ناروغۍ درملنې لپاره ځانونه د ولسوالۍ روغتیایي مرکز او یا هم د اسعداباد ولایتي روغتون ته ورسوي .

هغه زیاتوي، د سیمې اوسېدونکي نیوکه کوي چې د تېر او اوسني حکومت چارواکي یوازې ژمنې ورسره کوي، خو په عمل کې هیڅ هم نشته.

نوموړي وویل: «که څه هم زموږ سیمې ته د موټر کنډ کپر لار شته خو هره ورځ موټر تګ راتګ نه کوي؛ د سیمې خلک په مالدارۍ بوخت دي، اقتصاد یې خراب دی، نه شي کولای چې د خپل یو مریض انتقال لپاره په ۳۰۰۰ او یا ۴۰۰۰ افغانیو موټر ونیسي.»

د محمد انور په خبره، روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی د دوی حق دی او حکومت باید ټولو خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه برابر کړي.

په ورته مهال، د کونړ عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، د روغتیا په برخه کې یې د وټه‌پور ولسوالۍ څپري سیمې خلکو ستونزه له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او هیله څرګندوي چې په نږدې راتلونکي کې فرعي روغتیايي مرکز جوړ کړي.

د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص پژواک ته وویل: «موږ په پلان کې لرو چې د وټه‌پور په څپري سیمه کې فرعي روغتیايي مرکز جوړ کړو، د دې ترڅنګ مو د روغتیایي مرکز لپاره د اتو خونو یوه تعمیر جوړولو ته هم تابیا نیولې ده.»

هغه هیله څرګندوي چې په دې سیمه کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو ۲۴ ساعته روغتیایي خدمتونه برابر شي.

د وټه‌پور اوسېدونکي وايي، څپري یوه غرنۍ سیمه ده چې د موټرو تګ راتګ هم پکې ستونزمن دی.

Views: 244

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.