جلالاباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د تېلو اته پمپونه چې د لېتر اندازه یې کمه کړې وه، تړل شوي دي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد د چنګاښ په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلالاباد ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم امریت په مشرۍ د نرخونو کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د دغه ښار په ځینو برخو کې د تېلو اته پمپونه چې د لېتر اندازه یې کمه وه، وتړل شول.
هغه زياته کړه، په یادو پمپونو کې ګلبهار، هېوادوال، پاک مدینه، ښکلی نوبهار، سلمان همراز، شفاف، نړۍوال او سید حسیب مملهوال پمپونه شامل دي.
مراد زیاتوي، د نرخونو د کنټرول کمېسيون لا هم د ښار مختلفو برخو کې د نرخونو ترڅنګ د پيمانو د کنټرول لړۍ هم پيل کړې او که بل هر پمپ کې ورته ستونزه وموندل شي، وبه تړل شي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي دغه کار ستایِ خو غوښتننه کوي چې بايد دا چاره دوام وکړي او نورو برخو ته هم وغځول شي.
سيد اکبر چې په جلالاباد ښار کې ټکسي چلوي وايي، په دې ورځو کې کارونه هم خراب شوي او بل چي د تېلو پمپونه دغه ډول کارونه کوي، د دوی روزگار نور هم خرابېږي
دی وايي، ښاروالي بايد د ټولو برخو نرخونه کنټرول کړي.
جلالاباد ښاروالۍ له دې مخکې د ښار مختلفو برخو کې يو شمېر نانوایانې او قصابۍ هم د وزن کموالي او په لوړه بیه د پلور له امله تړلې وې.
Views: 1244
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن