Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قُمي: د سیمې هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل او همکارۍ په اړه هم‌نظره دي

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي په افغانستان کې پر یوه ټول‌ګډون حکومت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل او همکارۍ په اړه هم‌نظره دي.

هغه یادې څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي په یوه ټويټ کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

هغه په یاد ټويت کې لیکلي، په دې لیدنه کې له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ د ودې، سیمه‌ییزو همکاریو او د افغانستان د موضوع په اړه له سیمه‌ییزو ابتکاراتو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ په اړه خبرې شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.