کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي په افغانستان کې پر یوه ټولګډون حکومت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل او همکارۍ په اړه همنظره دي.
هغه یادې څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې کړي دي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي په یوه ټويټ کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
هغه په یاد ټويت کې لیکلي، په دې لیدنه کې له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ د ودې، سیمهییزو همکاریو او د افغانستان د موضوع په اړه له سیمهییزو ابتکاراتو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ په اړه خبرې شوي دي.
دغه راز، قُمي په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د سیمې هېوادونه له اسلامي امارت سره د همکارۍ، تعامل، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه همنظره دي.
نوموړي په یاده لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د روغتیا او زدهکړو په برخه کې ننګونو ته هم اشاره کړې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر په داسې حال کې په افغانستان کې پر یوه ټولګډون حکومت ټینګار کړی چې له دې مخکې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت ټولګډون دی او پکې ټول قومونه حضور لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP