Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغان ټرانس پروژې لپاره د پانګوالو جلبولو پر کلني پلان هوکړه وشوه

د افغان ټرانس پروژې لپاره د پانګوالو جلبولو پر کلني پلان هوکړه وشوه

author avatar
18 Jul 2023 - 14:46
د افغان ټرانس پروژې لپاره د پانګوالو جلبولو پر کلني پلان هوکړه وشوه
author avatar
18 Jul 2023 - 14:46

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګوالو جذبولو په موخه پر کلني پلان هوکړه وکړه.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ (افغان ټرانس) - چې ۷۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي - په افغانستان کې له مزارشریفه پیل او د جلال‌اباد تر تورخم ښارګوټي پورې رسېږي.

د دې پروژې لومړنۍ ساحوي سروې تېر کال په زمري میاشت کې بشپړه شوې ده.

وړمه ورځ د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت‌الرحمن شرافت په مشرۍ یو پلاوی د «افغان ټرانس» پروژې په اړه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړ.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې - چې نن خپره شوې - راغلي چې د یادو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ لوړرتبه چارواکو ترمنځ په پاکستان کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د لار نقشې اړوند درې اړخیزه ناسته وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغان ټرانس پروژې د تفصیلي او تخنیکي مطالعې په ترسره کېدو او یاده پروژه کې د پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګوالو راجذبولو په موخه پر کلني پلان هوکړه وشوه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت‌الرحمن شرافت وینا وکړه او په غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې ژر تر ژره د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.