کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): یوناما په کابل کې د تېرې ورځې د ښځو لاریون ته په اشاره ويلي چې افغانان له تاوتریخوالي پرته د خپل نظر څرګندولو حق لري او درناوی يې بايد وشي.
یو شمېر ښځو پرون د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو په غبرګون کې اعتراضي لاریون وکړ خو د امنیتي کسانو له لوري یې د دوام مخه ونیول شوه.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د روانې چنګاښ میاشتې په پنځمه د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي وو چې د راتلونکې زمري میاشتې له درېیمې نېټې وروسته د ښځینه سینګارتونونو فعالیت منع دی او جوازونه یې د اعتبار وړ نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د رپوټونو پر اساس په خشونتاميز ډول د ښځو د هغه سولهييز لاريون ځپل چې د ښکلا د سالونونو (ارايشګاه) د بندیدو پر ضد يې کړی و – په افغانستان کې د ښځو له حقونو وروستی انکار او د ژورې اندېښنې وړ دی.»
یوناما زیاته کړې، افغانان حق لري چې له تاوتریخوالي پرته خپل نظر څرګند کړي او واکمن چارواکي بايد دغه حق ته درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم يو شمېر نړۍوالو بنسټونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي څو پر ښځو او نجونو وضع شوي محدودیتونه لرې کړي.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن