Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د کبډي لوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

[restrict paid="true"]

خوست‌ښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د خوست په اسماعیل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د کبډي لوبې سیالۍ چې شاوخوا له يوې مياشتې راهیسې روانې وې، پای ته ورسېدې.

د کبډي دغه سیالۍ د يادې ولسوالۍ په دوه سړکه ښارګوټي کې د بدني روزنې امريت اړوند د کبډي فدراسيون له لوري جوړې شوې وې.

د خوست د بدني روزنې امر عطاالله کډوال پژواک اژانس ته وويل، د کبډي په دې سياليو ۳۰ لوبډلو ګډون کړی و چې موخه او هدف يې د قومونو يووالی، له حکومت سره د خلکو همکاري او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه وه.

هغه زیاته کړه، د دغو سياليو پای‌لوبه د دوه سړکه ځوانانو او د مټاخان عمري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د مټاخان عمري لوبډلې د دوو زياتو نومرو په اخيستلو سره وګټله.

نوموړي وويل، په دغه ولايت کې لوبو ډېر پرمختګ کړی چې په تېر کې دوی ۱۰۰ زره غیررسمي او ۴۰ زره یې رسمي ورزشکاران درلودل خو دا مهال ۷۵ زره رسمي او تر ۱۵۰ زرو پورې غيررسمي ورزشکاران لري.

هغه زياته کړه، پر همدې اساس د ټول هېواد په کچه خوست د سپورت په برخه کې لومړی مقام خپل کړی.

د دغو سياليو پایلوبې ته د خوست له بېلابېلو سيمو زرګونه کسان نندارې ته ورغلي وو.

بلخوا، د کبډي لوبې لوبغاړي وايي، هغه ډول چې لازمه ده، په دغه ولايت کې کبډي لوبې ته کار نه دی شوی.

يوه لوبغاړي زاهدالله مبارز پژواک اژانس ته په خبرو کې له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د کبډي لوبې د لا غوړېدو لپاره د خوست په بېلابېلو برخو کې لوبغالي جوړ کړي.

د کبډي يوه بل لوبغاړي ساجد بيا وايي، په دې وروستيو کې دا لوبه د خلکو له پامه لوېدلې وه نو د دې ډول لوبو په ترسره کولو سره بېرته دا لوبه را ژوندۍ کېږي.

هغه له حکومتي مسوولينو هم غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې هم دا ډول سيالۍ برابرې کړي څو د کبډي لوبې د پرمختګ ترڅنګ ځوانان د نشه‌يي توکو ترڅنګ له نورو ناروا کړنو راوګرځي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.