کابل (پژواک، ۳۱ چنکاښ ۱۴۰۲): د ایران بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي سره په خبرو کې د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ ناستې وړاندیز کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې په سويدڼ کې قرانکریم ته د اهانت تکرار په اړه د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي حسین ابراهیم طه سره د تیلیفوني خبرو خبر ورکړی.
هغه وړاندیز کړی چې د دغه له «سپکاوي ډک» اقدام په غبرګون کې د اسلامي همکاریو غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران یادې موضوع ته د رسېدنې په موخه بېړنۍ ناسته تر سره شي.
نوموړي زیاته کړه: «که د سويډن دولت چټک او موثر اقدام و نه کړي، اسلامي هېوادونه باید په منسجم ډول په سويډن کې اسماني کتاب قرانکریم ته د سپکاوي کلک ځواب ورکړي.»
په ورته وخت کې ابراهیم طه هم ژمنه کړې چې په دې اړه به اقدامات کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په سویډن کې د قرانکریم یوې نسخې سوځول نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
د تېرې اونۍ پنجشبې په ورځ هم سلګونو لاریونکوونکو په بغداد کې د سویډن په سفارت برید کړې و.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن