ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې ټولنیز بسیج؛ مسوولین: ځوانانو ته به په سیمه‌ییزو پرېکړو کې ونډه ورکړل شي

بدخشان کې ټولنیز بسیج؛ مسوولین: ځوانانو ته به په سیمه‌ییزو پرېکړو کې ونډه ورکړل شي

author avatar
22 Jul 2023 - 18:16
بدخشان کې ټولنیز بسیج؛ مسوولین: ځوانانو ته به په سیمه‌ییزو پرېکړو کې ونډه ورکړل شي
author avatar
22 Jul 2023 - 18:16

 فیض اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو ټولنیز بسیج فرهنګي پروګرام په جوړولو سره وایي، د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا مهمه کړنلاره د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو بسیج دی.

د بدخشان ځينو مسوولینو او فرهنګیانو د دغه ولایت زیباک ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو د یووالي، فرهنګي او ټولنیز بسیج پروګرام کې ګډون کړی او ټينګار یې کړی چې د ټولنې بېلابېلو برخو د پراختیا مهمه کړنلاره د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو راټولېدنه ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه له ځوانانو او فرهنګیانو ملاتړ او د هغوی ستونزو ته د رسېدنه وبلله او ویې ویل چې د داسې ټولنو جوړېدل، د ځوانانو او مسوولینو ترمنځ د یووالۍ فضا رامنځته کوي او ځوانانو ته به ولسوالیو په کچه په پرېکړو کې ونډه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «طبعاً یو لړ ستونزې راپیدا شوي د ښوونې او روزنې په برخه کې، فرهنګي ټولنه له څه زیانونو سره مخ شوې خو هيڅ‌کله فرهنګ، علم او هنر له هېره نه دي اېستل شوي او نجونې په دایمې توګه له ښوونځيو او پوهنتونونو نه دي منع شوي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.