منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې ټولنیز بسیج؛ مسوولین: ځوانانو ته به په سیمه‌ییزو پرېکړو کې ونډه ورکړل شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۶۱ کتنې

 فیض اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو ټولنیز بسیج فرهنګي پروګرام په جوړولو سره وایي، د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا مهمه کړنلاره د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو بسیج دی.

د بدخشان ځينو مسوولینو او فرهنګیانو د دغه ولایت زیباک ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو د یووالي، فرهنګي او ټولنیز بسیج پروګرام کې ګډون کړی او ټينګار یې کړی چې د ټولنې بېلابېلو برخو د پراختیا مهمه کړنلاره د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو راټولېدنه ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه له ځوانانو او فرهنګیانو ملاتړ او د هغوی ستونزو ته د رسېدنه وبلله او ویې ویل چې د داسې ټولنو جوړېدل، د ځوانانو او مسوولینو ترمنځ د یووالۍ فضا رامنځته کوي او ځوانانو ته به ولسوالیو په کچه په پرېکړو کې ونډه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «طبعاً یو لړ ستونزې راپیدا شوي د ښوونې او روزنې په برخه کې، فرهنګي ټولنه له څه زیانونو سره مخ شوې خو هيڅ‌کله فرهنګ، علم او هنر له هېره نه دي اېستل شوي او نجونې په دایمې توګه له ښوونځيو او پوهنتونونو نه دي منع شوي.»

هغه ځوانان د یو بل منلو، یووالي او اتفاق ته راوبلل او ویې ویل: «که غواړو یو مقتدر حکومت ولرو باید له قومي، ژبني، مذهبي او سمتي تعصباتو ډډه وکړو او نظامي منسوبین به هيڅکله تاسې له خپلو اعتقاداتو ورهاخوا نورو عقیدو ته اړ نه کړي او اسلامي امارت په هېواد کې د هر قوم، د مذهب ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه چې هيڅوک د دې حق نه لري چې مذهبي حساسیتونه راوپاروي او یو ځل بیا په بېلابېلو نومونو په هېواد کې جنګ او ورور وژنې ته لمن ووهي.

د یوناما ولایتي دفتر مسوول ډاکټر حکیم چې دغه پروګرام کې یې ګډون کړی و، ویې ویل، د فرهنګ جوړونې مسئله یوه اوږده او هدفمنده مسئله ده چې باید په طولاني او هدفمند ډول پر مخ یوړل شي.

هغه زیاته کړه، فرهنګي وده کولی شي چې په هېواد کې پایداره بدلونونه او اوږدمهاله سوله تامین کړي.

نوموړي دغه راز وویل، د رژیمونو بدلونونه له ځانه سره خپلې پالیسي لري او نجونې نه باید په وضع شوو محدویتونو نا‌هیلي شي او د موسسو اړوند ستونزې د حل کېدو په حال کې دي، د ځوانانو د اتحادیې جوړول او په سیمه‌ییزو پرېکړو کې هغوی ته ونډه ورکول یو ښه زیری دی.

دغه پروګرام کې د زیباک ولسوالۍ ځيني ځوانانو د شعرونو په ویلو سره له حکومته خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، په هېواد کې د حاکم اسلامي نظام د ټینګښت په موخه باید د نجونو پر مخ تعلیمي او تحصیلي دروازې پرانیستل شي د علم او هنر د دروازو په بندېدو سره به هېواد له اقتصادي او فرهنګي ستونزو سره مخ شي.

هغوی وویل، دا ولسوالي له مرکزه د لرې‌والي له امله د مطبوعاتو او مسوولینو له سترګو لرې پاتې ده، خو بیا یې هم خپله د علم او هنر روحیه ساتلې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه