خوست ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په خوست کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د ۷۵ کيلومتره سړک د جغل اچولو چارې پيل شوې.
دغه سړک چې د خوست له دوهمنده بیا د پکتيکا تر زېړوک ولسوالۍ پورې غځېدلی، پرون (د چنګاښ ۳۱مه) يې د خوست او پکتيکا ولايتونو د حکومتي مسوولينو او قومي مشرانو په شتون کې چارې پيل شوې.
حکومتي مسوولينو په خپلو خبرو کې وويل چې د اوس لپاره پر دغه سړک جغل اچول کېږي او په ځينو ساحو کې پراخېږي، خو په راتلونکي کې به په اساسي ډول جوړ شي.
د اسلامي امارت يوه لوړپوړي غړي ابراهيم حقاني د دغه سړک د چارو پيل پر مهال پژواک ته وويل، پر دغه سړک ټول اته ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کورنيو چارو سرپرست وزير له خوا ورکول کېږي.
هغه وويل: «د دغه سړک چې د تنګي په نوم ياديږي، کار يې پيل شو، انشاالله دا کار به صرف د کاغذ پر مخ نه وي، عملي به کار کېږي، د خليفه صاحب په هدايت. د اوس لپاره ۷۵ کيلومتره جوړيږي او د اينده لپاره به وخت په وخت نور هم وړاندې ځو او دا سړک به جوړوو.»
ورته مهال، د پکتيکا والي مولوي فيضالله حقاني پژواک ته وويل چې د دغه سړک چارې به تر راتلونکو اوو مياشتو پورې بشپړې شي او په جوړېدو به یې د خوست او پکتيکا خلکو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.
هغه وايي: «د دې سيمې ټول خلک په تکليف دي، مريض پر وخت نه شي روغتون ته رسولى، نورو کارونو ته رسيدنه نه شي کولی خو انشاالله د دغه سړک په جوړېدو سره به ټولو ته اسانتياوې برابر شي.»
په همدې حال کې د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت بيا خپلو خبرو کې ياد سړک په اقتصادي لحاظ يو له مهمو سړکونو ياد کړ.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دغه سړک خوست او پکتيکا ولايتونه سره نښلوي چې په جوړېدو سره به يې د دغو دواړو ولايتونو د ځنګلونو حاصلات، په ځانګړي ډول جلغوزي پر وخت بازار ته وړاندې کېږي.
دغه راز يوه قومي مشر حاجي عليخان وويل، دغې سيمې ته په تېرو څلورو لسيزو کې هیڅ ډول د پرمختګ کار نه دی شوی او اوسېدونکي يې له هر ډول اسانتياوو بې برخې دي.
دى زياتوي: «د تنګي د يوې درې په سړک جوړېدو د سپېرې ولسوالۍ نه اباديږي، دلته نورې ډېرې درې دي، د هغو سړکونه بايد جوړ شي. د صحت لپاره چې څومره د حکومت وس وي، موږ کلينيکونه ترې غواړو، ديني مدارس او مکتبونه ترې غواړو، دا نن ځوانان چې زموږ خارج ته درومي، يو علت يې دا دی چې بېکاري ده.»
د مسوولينو په وينا، د سپېرې ولسوالۍ چې د خوست له مرکزه شاوخوا ۴۰ کيلومتره لرې ده، د دغه ولايت يو له هغو ولسواليو ده چې په تېرو شلو کلونو کې د پام وړ کار ورته نه دى شوى.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن