ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په کچه ۱۰۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سېلابونو تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په کچه ۱۰۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
23 Jul 2023 - 16:38
سېلابونو تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په کچه ۱۰۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
23 Jul 2023 - 16:38

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د سېلابونو راوتلو له امله د ټول هېواد په کچه ۳۱ کسان مړه، ۴۱ کسان نادرکه، ۷۴ کسان ژوبل او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د تېرې چنګاښ میاشتې له ۲۹مې تر نن ورځې د ټول هېواد په کچه د سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځانې او مالي زیانونه اوښتي او عام‌المنفعه تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

هغه وایي، د لومړنیو راپورونو له مخې، د دغو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه، ۴۱ کسان نادرکه، ۷۴ کسان ټپیان او ۶۰۴ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

رحیمي د نورو هغو سیمو نومونه یاد نه کړل چې مرګ ژوبله په کې اوښتې، خو ویې ویل چې له یادې مرګ ژوبله ډېره یې په میدان وردګو کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل، تېره شپه د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار، جلرېز، چک، سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلي چې له امله يې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

نوموړی وایي، په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۲۶ کسان مړه، ۴۴ ټپيان او لسګونه نور نادرکه شوي، خو د دغې مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو امکان هم شته.

د میدان وردګو ولایت پېښو ته د رسېدو چارو رییس مولوي فیض‌الله جلالي وايي، تېره شپه د جلرېز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې په یوه کور کې د واده مراسم وو چې دغه کور سېلاب لاندې کړ او ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌‎ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه له دغه کوره ۲۲ شهیدان له خاورو را ایستل شوي او لسګونه نور لادرکه دي چې د پيدا کولو لپاره يې هڅې روانې دي.»

رحیمي وایي چې د هېواد په کچه د تېرو څلورو ورځو سېلابونو له امله ۲۵۰ څاروي هم له منځه تللي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه تخریب شوي دي.

هغه زیاتوي، په تېرو څلورو میاشتو کې د بېلابېلو طبیعي له امله ۲۱۴ کسان مړه، ۳۲۰ کسان ژوبل او ۳۱۱۵ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د هغه په وینا، په یاده موده کې ۳۸۰۰ څاروي له منځه تللي او تر ۴۱ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه او بڼونه تخریب شوي دي.

هغه زیاتوي، یاد وزارت د ملي او نړۍوالو موسسو سره په همکارۍ د روان لمریز کال له پیله تر اوسه نږدې ۹۰ زره پېښوځپلو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشلي او دغه لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هواپېژندنې ادارې پرون د هېواد په نهو ولایتونو د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.

Views: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.