ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصاد وزارت: په ټول هېواد کې ۱۳۴۰ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي

اقتصاد وزارت: په ټول هېواد کې ۱۳۴۰ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي

author avatar
23 Jul 2023 - 16:22
اقتصاد وزارت: په ټول هېواد کې ۱۳۴۰ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي
author avatar
23 Jul 2023 - 16:22

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د اقتصاد وزارت مسوولین وایي، په تېر کال کې په ټول هېواد کې د یو میلیارد او ۶۴۷ میلیونه ډالرو په لګښت د ۳۵۷۳ پروژو چارې پيل شوې چې ۲۲۳۳ یې بشپړې او ۱۳۴۰ تر کار لاندې دي.

دغه څرګندونې نن د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.

هغه وویل: «په ټول هېواد کې د یو میلیارد او ۶۴۷ میلیون ډالرو په لګښت د ۳۵۷۳ پروژو د تطبیق پلان د بودجوي واحدونو معلوماتي سیستم له لارې اقتصاد وزارت ته راپور ورکړى دی.»

نوموړي زیاته کړه، د یادو پروژو له ډلې ۲۲۳۳ پروژې چې ۶۲ سلنه کېږي، د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې او اوبو لګولو، ټولنیز خوندیتوب، زیربنا او د پېښو پر وړاندې د مبارزې په سکټورونو کې بشپړې شوې او ۱۳۴۰ پروژې تر کار لاندې دي.

دغه راز ده وويل، له دغه وزارت سره ۲۳۹۳ غیردولتي موسسې راجستر دي چې له دې جملې یې ۲۷۲ بهرنۍ او ۲۱۲۱ کورنۍ دي.

نوموړی وایي، تېر کال د څلورو بهرنیو موسسو په ګډون د ۲۱۶ غیردولتي موسسې په دې خاطر منحل شوې چې په تېرو دوو کلونو کې یې فعالیت نه درلود.

هغه دا هم وويل چې تېر کال څه باندې ۲۵۰ جریبه ځمکه ۱۱۰ شرکتونو ته وېشل شوې ده.

همدارنګه په دې غونډه کې د ریاست‌الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع وویل چې حکومت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خبریالانو او د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي.

هغه وویل: «موږ په دې پوهېږو چې رسنۍ د ملت او د دولت ترمنځ د پله حیثیت لري او د رسنیو له لارې د ملت غږ تر دولته او همدارنګه د مسوولینو خبرې تر ولسه پورې رسېږي چې دا کار د ملت او د دولت ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا لا پیاوړې کوي.»

نوموړي زیاته کړه، د هېواد د ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره دولت، ملت او رسنۍ ګډ مسوولیتونه لري چې باید په رښتینې توګه یې ترسره کړي.

هغه له ټولو ادارو غوښتنه وکړه چې ملت ته د حساب ورکولو پروسه کې په اخلاص برخه واخلي او خپل راپورونه دې د حقایقو پر بنا وړاندې کړي او پر رسنیو یې غږ وکړ چې د راپورونو په ترتیب کې دې خپله بې‌طرفي او مسلکیتوب وساتي.

دغه راز په دې غونډه کې د اسلامې امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل، که رسنۍ د نظام له قوانینو او مقرراتو سره سم خپل فعالیتونه وکړي نو اسلامي امارت به له رسنیو سره مرسته او همکاري وکړي.

د یادونې ده، د سرپرست حکومت له لوري د زمري په لومړۍ نېټه ملت ته د حساب ورکولو پروسه پیل شوه چې د همدې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.