Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اوړو او غوړیو بیې د تېر کال په نسبت په منځني ډول ۳۵ سلنه ټيټې شوې دي

د اوړو او غوړیو بیې د تېر کال په نسبت په منځني ډول ۳۵ سلنه ټيټې شوې دي

author avatar
23 Jul 2023 - 15:39
د اوړو او غوړیو بیې د تېر کال په نسبت په منځني ډول ۳۵ سلنه ټيټې شوې دي
author avatar
23 Jul 2023 - 15:39

کابل (پژواک، د زمري لومړي نېټه ۱۴۰۲): د پژواک موندنې ښيي چې نن د تېر کال د همدې وخت په پرتله د اوړو بیه ۳۸ سلنه او د غوړیو ۳۲ سلنه ټیټه شوې ده.

نن (د زمري لومړۍ نېټه) په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړي په ۱۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال د زمري په لومړۍ نېټه په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۵۰۰ افغانیو پلورل کېدل.

که په دواړو کلونو کې د اوړو او غوړو بیې سره پرتله شي، لیدل کېږي چې نن د تېر کال د همدې وخت په نسبت په منځني ډول، د اوړو او غوړو بیې ۳۵ سلنه رالوېدلې دي.

بېلابېلو سرچینو د یادو توکو د بیو رالوېدو لامل له مختلفو هېوادونو د وارداتو زیاتېدل؛ د سواګرۍ پرختیا بللی او ویلي یې دي مخکې د افغانستان سوداګري تر ګاونډیو هېوادونو محدوده وه، یعنې اوړه یوازې له قزاقستان او پاکستانه واردېدل خو اوس له روسیې، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو هم واردیږي.

د اوړو په بیه کې ۳۸ سلنه کموالی

د کابل ښار دهن‌باغ سیمه کې یوه هټۍوال حاجي ګل‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو یوه ګونۍ په ۱۶۰۰ افغانیو پلوري، په داسې حال کې چې تېر کال یې بیه ۲۶۰۰ افغانۍ وه، د هرې ګونۍ اوړو په بیه کې تر ۱۰۰۰ افغانیو کمښت راغلی دی.

هغه وايي چې اوسمهال د کابل ښار په بازارونو کې قزاقستاني او وطني اوړه ډېر پلورل کيږي.

د غوړو بیې ۳۲ سلنه راټیټېدل

د پژواک راپورنو پر بنسټ، د ۱۴۰۱ کال د زمري په لومړۍ نېټه د کال ښار په بازارونو کې۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۵۰۰ افغانیو پلورل کېدل.

د کابل ښار دهن‌باغ سیمه کې یوه هټۍوال ګل‌محمد وویل، نن د زمري په لومړۍ نېټه، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د اوړو او غوړیو بیو ټیټېدو لاملونه

په یاده سیمه کې بل هټۍوال محمدامین وايي، د کابل ښار په بازارونو کې درې ډوله (قزاقي اوړه، لومړۍ درجه او وطني یا مزاري اوړه) موجود دي.

هغه زیاته کړه: «د خدای شکر دی اوس فراواني ده، له قزاقستان او ترکمنستانه زیاد اوړه هېواد ته واردیږي او د تېر په پرتله اوس ډېره ارزاني شوې هم ده، مخکې چې اوړه له پاکستانه راتلل، یوه ګونۍ اوړه په ۲۶۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو اوس له پاکستانه نه راځي.»

د هغه په خبره، د هېواد په بازارونو کې د اوړو بیې ټیټېدو لامل په صادروونکو هېوادونو کې د هغه بیې ټیټوالی دی.

نوموړي وویل: «د مالیزیايي غوړو بیه هم د تېره پر تله ډېره ټیټه شوې ده، خو هغه ډول چې باید ټیټه شي نه ده شوې، د کرونا ویروس خپرېدو راهیسې د غوړو بیه لوړه شوې وه.»

هغه زیاته کړه: «د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې د ۱۶ لېتره بیه شاوخوا ۱۱۰۰ افغانۍ وه، په هېواد کې د سیاسي نظام له بدلون وروسته د ۱۶ لېتره غوړو بیه ان تر ۲۹۰۰ افغانیو ورسېده، خو اوس د شکر ځای دی چې بېرته ۱۷۰۰ افغانۍ شوي چې له دې هم باید د غوړو بیه ټیټه شي.»

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال خان‌جان الکوزي وویل: «په ټوله کې شاوخوا شپږنیم میلیون ټنه اوړه او غنم زموږ لګښت دی، ۵۰ سلنه له قزاستان، ازبکستان او ایرانه واردات لرو او په یوه ورځ یونیم تر دوه زره ټنو غوړي زموږ مصرف دی چې ۴۰۰ ټنه یې هېواد کې تولیدیږي او پاتې نور له مرکزي اسیا، روسیې، قزاقستان، مالیزیا، اندونیزیا او دوبۍ هېوادونو افغانستان ته واردیږي.»

هغه د هېواد په بازارونو کې د اوړو او غوړو بیو ټیټېدو لامل، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو ټیټېدل وبلل.

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت له لوري د بیو څارنه روانه ده او ځینې نور توکي چې بیې یې یوڅه لوړې دي، لامل یې دا دی چې یو شمېر توکي کم وي او یا یې هم فصل نه وي، خو د نورو هېواد په پرتله زموږ په هېواد کې نرخونه تر کنټرول لاندې دي.»

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک ته وویل: «زموږ د هېواد کلنی مصرف شاوخوا ۶،۵ میلیون ټنه غنمو ته رسیږي چې شاوخوا ۴،۳ میلیون ټنه یې له کورنیو حاصلاتو ترلاسه کېږي او پاتې نور له بهره واردیږي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او روسیې هېوادونو اوړه واردیږي.

هغه د ۱۴۰۰ کال زمري په ۲۴مه د سیاسي نظام بدلېدو ته په اشارې وویل: «په لومړیو کې چې بدلون راغلی و، یو شمېر سوداګرو دا فکر کاوه چې د مخکنیو حکومتو بدلون په شان، ښايي له سیمې هېوادونو سره زموږ سوداګریزې اړیکې له ستونزو سره مخ شي، نو بیې یې لوړې کړې چې د سوداګرۍ په مدیریت سره الحمدالله زموږ سوداګري عالي حالت ته راغله او ان له مخکې څخه هم ښه شوه او اوس لیدل کېږي چې بیې ډېرې ټیټې شوې دي.»

سرچینه وايي، د هېواد په بازارونو کې د توکو له بیو څارنه کېږي او هره ورځ له بېلابېلو بنسټونو جوړ ټېمونه چې تر یو چتر لاندې کار کوي، د هېواد له بازارونو نظارت کوي څو له دې لارې نرخونه په سټنډرډ حالت کې وي او تاریخ تېر او بې‌کیفیته توکې بازارونو ته وراد نه شي.

جواد زیاته کړه، د دغه وزارت د تحلیل او ارزونې پر اساس، په هېواد کې د ډېری خوراکي توکې بیې د نورو ګاونډیو هېواونو په پرتله ټیټې دي.

Views: 33

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.