کابل (پژواک، ۲ زمري ۱۴۰۲): یو شمېر افغانانو نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې ځکه لاریون کړی چې د پناهغوښتنې دوسیو ته یې منفي ځواب ورکړل شوی دی.
په بلجیم کې افغان کډوال او د دغه لاریون تظیموونکي علمخان خوږیاڼیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، دا څلورم ځل دی چې افغانان د یادې ستونزې له امله د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې لاریون کوي.
هغه وایي، لاریونکوونکو د بلجیم کډوالو چارو له ځانګړو محاکمو غوښتي چې د افغانانو ستونزو ته په پام او د کډوالۍ نړۍوالو قوانينو په رڼا کې د هغوی پر دوسيو له سره کتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال ځکه له ستونزو سره مخ دي چې د کډوالۍ قوانینو په اړه بشپړ معلومات نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP